شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
غربي تمدن او چټلۍ یې!
بسم الله الرحمن الرحيم
غربي تمدن او چټلۍ یې!

(ژباړه)


خبر:
 په ۲۰۲۱/۱/۱۲ نېټه د فرانسې لوفیګارو ورځپاڼې یو راپور خپور کړ چې په کې راغلي دي: «د فرانسې سنا مجلس په اکثريت رایو، یو قانون تصویب کړ چې اوس ۱۳کلن نجونې او هلکان د رضایت په صورت کې کولی شي جنسي اړیکې ټینګې کړي.  
تبصره:
غربي تمدن انسان د هلاکت کندې ته غورځولی او منحط کړی یې دی. دا په داسې حال کې ده چې د دوی حاکمان په اسلام او اسلامي ارزښتونو برید کوي، هغه ارزښتونه چې انسانان یې لوړو پوړیو ته رسولي او له بېلاریو یې ژغورلي دي. په غرب کې د نفس هوا، چې انسان بېلاریو ته رابولي، د حلالو او حرامو معیار ده. دغه راز د بې وزلو هېوادونو پانګه لوټول، اشغال او له هغوی سره تاوتریخوالی خپل حق بولي او د بشر حقونو ادعا هم کوي. په لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې د لسګونو ملیونو انسانانو وژنه، د دې تمدن له ناوړه لاسته راوړنو څخه ده، چې زنا پکې قانوني مشروعیت اخیستی. نه یوازې دا، بلکه د کوچنيو ماشومانو جنسي اړیکې هم د دوی تر منځ تصویب شوې، تر هغه چې د رضایت پر اساس د  جنسي اړيکو  حقوقي عمر ديارلس کلونو ته را ښکته شو. ان همجنس بازانو په ځینو هیوادونو کې مشري کړې، د آیرلینډ، سربیا او لوګزامبورګ اوسني ولسمشران همجنس بازان دي. له دې مخکې د بلجیم او آیسلیند ولسمشران همجنسبازان وو. تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو د ترانسپورت نوي وزیر په ښکاره ډول اعلان وکړ، چې هغه همجنسباز  دی او خپل ملګری یې رسنیو ته ورښود!
دا نو څه ډول تمدن دی!؟ چې له جګړې، تباهي، جنایت، اشغال، کډوالۍ، ناروغۍ، زنا، همجنس بازۍ، د مخدره موادو قاچاق او ځان وژنې پرته بله لاسته راوړنه نه لري.

د غربي تمدن له واک ته رسېدو سره سم موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د له منځه تلو توان یې راکړي. په دغه تمدن کې پر پاکلمنۍ برید وشو او د فساد لمن پراخه شوه او همدارنګه د ژوند معیارونه له منځه ولاړل او پردي شول. د لوط ع د قوم په څیر چې د عفت په وړاندې وجنګېدل د لوط (ع) او پیروانو پر وړاندې یې وویل: دوی له خپلې سیمې وباسئ ځکه دوی هغه څوک دي چې عفت او پاک لمني غواړي.
عاقلانو ته پکار ده، چې لاندې کړنو ته ورودانګي:
مسلمانان باید د الله سبحانه وتعالی له شریعت سره سم عمل وکړي اوپه کلک هوډ سره خپل مسوولیتونه تر سره کړي. غیر مسلمانان، په ځانګړي توګه هغه څوک چې په اسلامي خاورو کې اوسیږي ، د اهل کتابو (یهودیان او عیسویان)په ګډون باید غربي تمدن، مشران او اجیران یې پریږدي ، او خپلو پیروانو او خلکو ته یې پایلې او ضررونه روښانه کړي.
موږ د الله سبحانه وتعالی شکر ادا کوو، چې د اسلام په برکت سره، یې انسان راویښ کړ او د کمال درجې ته یې ورساوه، چې هغه تلپاتې او رښتینې خوښي ده.

یا الله! له موږ سره د اسلام په حاکمولو کې مرسته وکړې! موږ ته توان راکړې، چې باطل له منځه یوسو او هغه ژمنې ریښتیا کړې، چې تا موږ ته په ځمکه کې د خلیفه ګرځولو لپاره راکړې دي.

لیکوال: شيخ دوکتور محمد ابراهيم

د حزب التحریر ولایه – لبنان د مطبوعاتي دفتر رییس

ژباړن: محمد فاتح

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې